د ترهګرۍ پر ضد د ۲۰۲۶ کال نړیوال کنفرانس د اګست په ۴مې نېټې د شینجیانګ په ايلي کې ترسره شو.
دغه کنفرانس “د ترهګرۍ د نويو ننګونو پر وړاندې مقابله: د ملي مسؤلیت او نړیوالې همغږۍ پیاوړتیا” په سرلیک ترسره شو، چې پکې د چین، متحده عربي اماراتو، روسیې او افریقایي ټولنې په شمول د ۲۴ هېوادونو او سیمه ییزو نړیوالو سازمانونو څه د پاسه ۱۰۰ استازو ګډون کړی و.
د چین استازو ويلي، اوسمهال په نړۍ کې ترهګریز فعالیتونه او د سراسري جنوب هېوادونو پر وړاندې د ترهګرۍ ضد فشارونه ورځ تر بلې زیاتېږي.
دوی ويلي، د چين دولت رئیس شي جين پينګ د ګردې نړۍ د پرمختګ، امنیت، تمدن او مدیریت د نوښت وړانديزونه کړي، چې د ترهګرۍ ضد د مبارزې لپاره ښه بنسټ برابروي.
چین به له نړۍ سره د ترهګرۍ ضد مفکورې، وړاندیزونه، تجربې او لاسته راوړنې شریکې کړي او له ټولو هېوادونو سره به په ګډه د ترهګريزو ګواښونو او ننګونو پر وړاندې د مقابلې کوښښونه وکړي.
ګډونوالو د کنفرانس په څنډه کې د شینجیانګ د ترهګرۍ ضد او د افراطیت د له منځه وړلو هڅو په اړه نندارتونونو او همدارنګه د شینجیانګ د اویغور کورواکې سیمې د تاسیس د ۷۰مې کلیزې په مناسبت نندارتونونو څخه هم لیدنه کړې ده.
دوی په شینجیانګ کې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لاسته راوړنې اغېزمنې بللي او له چين سره یې په بېلا بېلو برخو کې د نظر تبادلو او همکاريو د پياوړتیا تمه ښودلې ده.




























