د اسراییلو لومړي وزیر بنيامين نتنیاهو د اګست په ۴مې نېټې په څرګندو ټکو د امريکا هغه وړانديز، چې د حماس د بې وسلې کولو لپاره نقشه پکې وړاندې شوې، رد کړی او پر دې يې ټينګار کړی چې اسراييلي ځواکونه به تر هغه وخته له خپلې اوسنۍ دفاعي کرښې څخه په شا نه شي، څو حماس په بشپړه توګه بې وسلې شوی نه وي.
نتنياهو اسراییلي سرتېرو ته امر کړی، چې د ځان او اسراییل د امنیت لپاره ټول اړین تدبیرونه ونیسي.
هغه ويلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ټیم يې پر دې اند دي، چې دوی حماس اړ کوي چې وسله پر ځمکه کېږي او په خبره یې، امريکا ورته د حماس د بې وسلې کولو مسوده هم لېږلې، خو هېواد يې ورسره موافقه نه ده کړې.





























