امریکايي رسنیو د اګست په ۴مې نېټې خبر ورکړی، چې د امريکا حکومت په دغه هېواد کې د برازیلي سفیر ویزه لغوه کړې ده.
د امريکا حکومت ويلي، دغه اقدام یې د برازیل د هغو کړنو په غبرګون کې کړی، چې تېره میاشت یې دوو امريکايي ډيپلوماتانو ته د وېزې له ورکولو انکار او هم یې د امريکا د نوماند سفیر په منلو کې ځنډ کړی و.
اسوشیټیډ پرېس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي په قول ويلي، چې امريکا دغه اقدام د برازیل د کړنو په غبرګون کې کړی دی.
دغه امريکايي چارواکي ويلي، که برازیل مناسب ګام واخلي او د امریکا نوماند سفیر ومني، نو امریکا به هم خپله پرېکړه بېرته واخلي.
د برازیل بهرنیو چارو وزارت د جولای په ۲۵مې نېټې منلې وه، چې هېواد یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲ لوړ پوړو چارواکو د ویزې غوښتنلیکونه رد کړي دي.
برازیل شک ښودلی و، چې يادو امریکايي چارواکو غوښتل، د برازیل د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د لاسوهنې لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.





























