د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د اګست په ۷مه نېټه يو لړ شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې، د چين بهرنۍ سوداګرۍ په تېر جولای کې خپل پرمختيايي تمايل ساتلی او عمومي ارزښت يې ۴.۶۶ ټريليونو يوانو ته رسېدلی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۹.۲ سلنه زياتوالی ښيي. له دې جملې څخه صادراتو يې ۱۷.۸ سلنه زياتوالی او وارداتو يې ۲۱.۲ سلنه زياتوالی موندلی دی.
د روان کال په مخکنيو ۷ مياشتو کې د دغه هېواد د صادراتو او وارداتو عمومي حجم ۳۰.۱۳ ټريليونو يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۷.۳ زياتوالی ښيي.





























