رويټرز اژانس او ايپسوس ګروپ په وروستيو کې د امريکا د انترنيټ کاروونکو سره يوه ګډه سروې کړې چې له مخې يې، د سروې د نيمې برخې ګډون کوونکي په دې نظر دي چې د ايران په مقابل کې د راتلونکي کال امريکايي پوځي عمليات به د منځني ختيځ ثبات تخريب کړي، يوازې ۱۷ سلنه ګډون کوونکو څرګنده کړې چې د امريکا پوځي عمليات به د يادې سيمې د لا ثبات سبب وګرځي.
دغه ۶ ورځنۍ انترنيټي سروې د اګست په ۳مه نېټه پای ته رسېدلې چې کابو ۴۵۰۰ تنو امريکايانو پکې ګډون کړی دی.





























