د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي د اګست په ۸مه نېټه صربيا ته خپل دوه ورځنی رسمي سفر پای ته ورساوه. دا له تېرو ۸ کلونو راهيسې صربيا ته د اوکراين د ولسمشر لومړی سفر بلل شوی دی. د دواړو هېوادونو مشرانو د دغه سفر په موده کې ليدنه کړې او موافقه يې کړې چې خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ ژورې کړي او د زيربناوو او بشري مرستو په چارو کې ګډ کارونه وکړي.
دواړو خواوو په همدې ورځ په بلګراد کې يوه ګډه خبري ناسته جوړه کړه. د صربيا ولسمشر وچيچ په دې خبري ناسته کې ويلي، هېواد يې د ملګرو ملتونو د منشور او نورو اړوندو پرېکړه ليکونو له مخې د اوکريان لخوا د ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو ملاتړ کوي او ور سره به سوداګريزې راکړې ورکړې زياتې کړي.





























