د ايران فارس خبري اژانس د اګست په ۸مه نېټه خبر ورکړ، د دغه هېواد خارجه وزير عباس عراقچي په همدې ورځ د يوې خبري ناستې په څنډه کې ويلي، ايران او عمان هوکړه ليک ته نژدې شوي، خو دا د هرمز تنګي د بيا پرانيستلو په مانا نه ده.
هغه څرګنده کړه چې د هرمز تنګي بيا پرانیسته په نورو شرايطو پورې هم اړه لري، د مثال په توګه امريکا بايد له شوي تفاهم ليک څخه د سرغړونې له امله ايران ته تاوانونه ورکړي.





























