سه شنبه, سپتمبر 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د چين په نوښتونو کې نغښتي فرصتونه

اگست 10, 2026
in نړیوال خبرونه
0 0

” په چين کې د اتو اونیو په اوږدو کې د پنځو ماډلونو د پرانيستي وروستۍ څپه د دې ښکارندويي کوي، چې د دغه هېواد مهم ارزښت نه یوازې پر ټیټو لګښتونو، بلکې په غوره موثریت هم تمرکز لري. “

بلومبرګ او یو شمېر نورو نړيوالو رسنیو په دې وروستیو کې د چین د مصنوعي ځيرکتيا پرمختګ ته ډېره پاملرنه اړولې او ويلي يې دي، چې چين ” د نقل وړ سیسټم خپل کړی” او په نړۍ کې د مخکښو عصري ماډلونو د تولید توان لري. دا په دغه هېواد کې د راڅرګندیدونکو فرصتونو د څار لپاره یو نوی لیدلوری برابروي.

په تېرو اتو اوونيو کې د چين يوه شرکت مونشوټ اې ايي(Moonshot AI) د کيمي کۍ۳ ماډل (Kimi K3) سرچينې پرانيستي، چې پیرامیټر يې نوی نړیوال ريکارډ جوړ کړی او يوه بل شرکت ډیپسېک (Deepseek) یې د خپل ماډل پر بنسټ د جوړو ځیرکو ایجنټانو (AI   Agents)  په وړتیاوو او کارکردګۍ کې خورا لوی پرمختګ کړی دی او دغه راز د علي بابا اړوند کوین (Qwen) اعلان کړی، چې د خپل لومړي لوی او پرمختللي مصنوعي ځيرکتيا د ماډل وزن پرانيزي.

دا د دې څرګندويي کوي، چې په چین کې نوښتونه نور په جزوي یا جلا جلا بریاوو پسې محدود نه دي، بلکې موخه یې د داسې سیسټمیکو وړتیاوو جوړول دي، چې  تکرارېدونکي، د پراختیا وړ او په عمل کې د پلي کېدو وړ وي.

اوسمهال په نړيوال بازار کې د چین د صادراتي محصولاتو ۳ نوي ډولونه ( روبوټ، مصنوعي ځيرکتيا او نوښتګر درمل) ډېر ګرم دي، دغه راز د کوانټوم معلوماتو، مدغمو سرکټونو او اټومي فیوژن په شمول ټیکنالوژۍ يې هم په چټکۍ پرمختګ کوي او د نړيوالې ټولنې پاملرنه يې راجلب کړې ده.

د ساینسي څېړنو، هېوادونو او علمي ادارو د فعالیت او کیفیت د ارزولو «نیچر انډېکس» (Nature Index) غوره او وروستۍ درجه بندي ښيي، چې په ۲۰۲۵ م کال کې د علمي څېړنو په تولید کې د چین برخه ۵۲۷۳۵.۱۷ ته لوړه شوې او په نړیواله کچه یې لومړی مقام خپل کړی دی.

ځینو ​​لوېدیځو هېوادونو د چین د نوښتګرو پرمختګونو له امله اندېښنې ښودلې دي. په ځانګړې توګه د روان کال له پیل راهیسې، امريکا په مکرر ډول د ملي امنیت مفهوم پراخ کړی او ناوړه ګټې ترې پورته کوي او د پوهنې ملکیت او سایبري امنیت په بهانو یې د چین په عصري ټيکنالوژيکي محصولاتو پر له پسې بنديزونه لګولي دي. خو حقیقت دا دی، چې نړیواله ټولنه د چین د نوښت پراختیایي فرصتونه پېژني او ګټې ترې اخلي.

د کوريا جمهوريت اسیا خبري اژانس په يوه راپور کې ويلي، د چین قوي تولیدي ظرفیت، دوامدار ټیکنالوژیکي نوښتونه او د ورخلاصون د دوامدار پراخوالي اقدامات نه یوازې د دغه هېواد اقتصادي بدلون هڅوي، بلکې د نړیوالې اقتصادي ودې او همکارۍ لپاره هم نوې فضا برابروي.

نوښتونه د خلکو د ښه ژوند هيلې منعکسوي

په اروپا کې پدې وروستيو کې د چين ايرکنډیشنونو او د دوبي له ګرمۍ د ساتنې نورو چيني محصولاتو ښه بازار موندلی او برقي موټرونه يې هم په کوريا جمهوريت، اسټرالیا، جنوب ختیځې اسیا او نورو هېوادونو کې ښه پلورل شوي دي، دغه راز د چين نوښتګر درمل هم نورو هېوادونو ته صادر شوي او دغه درمل د درملنې د لګښت په کمولو کې ډېره مرسته کوي.

د روان کال په لومړۍ نیمایي کې چینایي درمل جوړوونکو شرکتونو د خپلو نویو اختراع شویو درملو پټنټونه يا د تولید او پلور حقوق په بهرنیو کمپنيو پلورلي او د تړونونو مجموعي ارزښت يې ۱۱۰ میلیارډه ډالرو ته رسېدلی، چې دا شمېر د تېر کال د ورته شمېر ٪ ۸۰ جوړوي او یو نوی تاریخي ریکارډ یې ثبت کړی دی.

د چین نوښت د نړیوالو صنعتونو په بدلون کې هم مرسته کوي.

په سربیا کې د موټرو د پرزو ځينې فابریکې د چين مصنوعي ځيرکتيا سیسټمونو څخه کار اخلي، چې پرمټ يې  ۷۰٪ توليدي کارونه اتوماتیک ترسره کېږي.

په مغولستان کې د ریل پټلۍ د ځيرک سیسټم پروژې، چې په جوړولو کې يې چيني تصديو برخه اخيستې، د رېل پټليو د فعاليت او ساتنې لګښتونه نیمایي کم کړي دي.

په قزاقستان کې صنعتي زونونو د چیني ډیجیټل ټیکنالوژیو په کارولو سره د ماډل جوړولو او د خپلو فعاليتونو په ټول جريان کې خطرونه تر کنټرول لاندې راوستلي دي.

تر دې هم د پام وړ خبره دا ده، چې چين د پروټېکشنيزم د پورته کېدونکو څپو پر وړاندې ورخلاصون پراخ کړی او ټولشموليت ته ژمن پاتې شوی دی او له نورو هېوادونو سره د ګټې- ګټې نوښتګر ایکوسیستم د رامنځته کولو هڅې کوي. د مثال په توګه، چين د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې د ټیټ لګښت لوی ماډلونه پرانيستي او له دې لارې له نورو هېوادونو سره د نويو تيکنالوژيو او نویو محصولاتو په کارولو او د پرمختيايي هېوادونو سره د خپل پرمختیايي ظرفیت په لوړولو کې مرسته کوي. تراوسه پورې، د چین د پرانيستو سرچينو يا اوپن سورس اې اي ماډلونو د ډاونلوډ شمېر له ۱۰  ميلیارډو ځلو څخه پورته شوی او په نړۍ کې يې لومړی ځای خپل کړی دی. برسېره پر دې، چین د کنټرول وړ اټومي فیوژن او کوانټم ټیکنالوژۍ په تړاو لوی علمي تاسیسات نړۍ ته پرانیستي او (( تیانګونګ)) فضايي سټیشن ته به يې لومړی بهرنی ستورمزلی هم ننوځي.

د زمبابوې کارپوه ډیریک ګوتو په يوې لیکنې کې ويلي، چې چین په عملي اقداماتو سره افریقا ته د لوی ډیجیټل واټن د کمولو او د ټیکنالوژۍ د ګټو شریکولو هيله ورکړې ده.

د چین نوښت نړۍ ته زيان رسوي او که فرصتونه برابروي؟

د دې پوښتنې ځواب په حقیقتونو کې نغښتی دی.

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

سپتمبر 7, 2026

خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

سپتمبر 7, 2026
BANDAR ABBAS, IRAN - AUGUST 10: Ships are anchored in the Strait of Hormuz on August 10, 2026 off the coast of Bandar Abbas, Iran. In a recent statement, Iran's Supreme National Security Council said the vital waterway would not reopen until the United States "corrects its behavior," demanding that the U.S. end its war on Iran and compensate the country for war damage, among other conditions. Iran has largely halted vessel traffic through the strait with the threat of strikes; meanwhile, the U.S. has imposed a blockade on Iranian ports. (Photo by Ali Saeedi/Getty Images)

ایران له هرمز تنګي څخه د باندې ممنوعه سیمه جوړوي

سپتمبر 7, 2026

زيلينسکي: د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي او ورسره پلاوي سره مې لیدنه له خورا عملي او اساسي پایلو ډکه وه

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In