د ايران خبري رسنيو د اګست په ۹مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد مذهبي مشر سید مجتبی حسیني په همدې ورځ له ولسمشر مسعود پزشکيان سره لیدلي او د اقتصادي او پوځي چارو په اړه يې ورسره د نظريو تبادلې کړې دي.
دواړو خواوو په خبرو کې د خلکو د ژوند د بنسټيزو اړتياوو د تضمين، د شخړو د رواني او راتلونکي وضعيت، د پوځي چارو د تازه لاسته راوړنو، د کورنيو او بهرنيو پيسو او انرژيو د ټولولو، استفادې او ادارې په اړه بحثونه کړي دي.
دوی په خبرو کې د ايران د نړيوالو اقتصادي همکاريو چارې هم يادې کړې دي.





























