د کولمبیا په لوېدیځ کې د اګست په ۱۰مې نېټې سخته زلزله شوې، چې له امله یې ۱۱۱ کسان وژل شوي او ۸۷ نور ټپیان شوي دي.
د کولمبیا ولسمشر ابیلارډو ډي لا ایسپلیا په پلازمېنه بوګوټا کې په همدې ورځ رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد په لوېديځ کې د سختې زلزلې له امله ۱۵۷۵ کورونه ويجاړ شوي دي.
د دغې زلزلې له امله د کولمبیا په ۶ هوایي ډګرونو کې بنسټیز تاسیسات هم زیانمن شوي او الوتنې ترې ځنډېدلي دي.
د کولمبیا حکومت د اګست په ۱۰مې نېټې په هېواد کې ” د ملي ناورین حالت” اعلان کړی دی.





























