د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اګست په لسمې نېټې رسنيو سره په خبرو کې ویلي، چې د دغه هېواد له ستر مذهبي مشر مجتبی خامنه يي سره یې لیدنې له اووه تر اتو ساعتونو دوام کړی او په پراخو موضوعاتو یې ورسره ژور بحثونه کړي دي.
پزشکیان د هېواد دننه د پاشل کېدو مخنیوی اوسنۍ لومړۍ مهمه دنده بللې او په وينا يې، د دښمن اوسني پلانونه د ایران دننه په نفاق اچولو ورټول دي.
نوموړي د مجتبی خامنه يي روغتيايي وضعيت هم “ډېر ښه” بللی دی.





























