د چين د صنعت او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په دې وروستيو کې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې، د دغه هېواد د لويو انټرنېټې تصديو او اړوندو خدمتي تصديو عمومي عايدات ۱۰۶۷ ميليارډه او ۵۰۰ ميليونه يوانو ته رسېدلي دي او دغه رقم د ۲۰۲۵م کال د همدې مودې په پرتله لس اعشاريه يو سلنه زياتوالی ښيي.
د يادو تصديو د ګټو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په نسبت شپاړس اعشاريه شپږ سلنه زياتوالی موندلی دی.
شمېرې ښيي، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې، د چين د لویو انټرنېټي تصديو د علمي او ټکنالوژيکي څېرنيزو فعاليتونو د لګښتونو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله څوارلس اعشاريه يو سلنه زيات شوی دی.





























