د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویټ اعلان کړی چې د خپلو دوو ماشومانو او کورنۍ ته د ډېر وخت ورکولو په موخه د روانې اګست میاشتې په پای کې له خپلې دندې استعفا کوي. لویټ ویلي، له سپینې ماڼۍ د وتلو پرېکړه ورته «ترخه او خوږه» ده او له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه یې د باور له امله مننه کړې ده. ټرمپ د لویټ پرېکړه درناوي وړ بللې او ویلي یې دي چې نوموړې به له سپینې ماڼۍ له وتلو وروسته هم د هغه د بهرنۍ سلاکارې په توګه کار ته دوام ورکړي. ۲۸ کلنه کارولین لویټ د سپینې ماڼۍ په تاریخ کې تر ټولو ځوانه ویانده ده. نوموړې د خپل دویم ماشوم له زېږون وروسته په دې وروستیو کې بېرته خپلې دندې ته ستنه شوې وه.





























