د روبوټونو دوهمه نړیواله لوبه به د اګست په ۲۲مه د چين په پلازمېنې بیجینګ کې پيل شي. دا لوبه د بیجینګ ښاروالۍ، چین میډیا ګروپ او څو نورو ادارو په ګډ کوربتوب ترسره کېږي.
د مهالویش له مخې، په دغې لوبې کې به د ۵۱ ډولو لوبو ټولټال ۱۳۰۱ سیالۍ ترسره شي او ۶۶۶ ټيمونه به پکې ګډون ولري، دغه راز وو شو او نڅا به هم د سياليو اضافه برخه وي.





























