د چين د ایکولوژیکي چاپېریال وزیر هوانګ رونچیو د اګست په ۱۳مې نیټې د دغه هېواد د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي غونډه کې ویلي، چې د روان کال له پیل راهيسې، د چين د ایکولوژیکي چاپیریال کیفیت کې پر له پسې ښه والی راغلی او اړوند مهم شاخصونه يې ښه شوي دي.
هغه د څو بېلګو په يادولو سره ويلي، چې د روان کال له جنورۍ تر جولای پورې، د کوچنۍ معلقې ذرې شاخص (PM2.5) په هر مکعب متر کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱.۸ مایکرو ګرام ټیټ شوی او ۶.۲٪ کموالی پکې راغلی دی. دغه راز په دغه هېواد کې د ښه هوا کیفیت لرونکو ورځو تناسب د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۳.۹ لوړ شوی دی.





























