د انسان شکله روبوټونو دويمه نړيواله لوبه به د اګست له ۲۲مې نېټې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې د چین د سکيټينګ په ملي سپورټي ډګر کې جوړه او د ۵۱ سپورتونو ۱۳۰۱ سيالۍ به ترسره شي.
دغې لوبې د ۱۶ هېوادونو ۶۶۶ ټیمونه راجلب کړي او ۲۰۵۶ روبوټونه به پکې برخه ولري. د معلوماتو له مخې، په دغې لوبې کې د ګډونوالو روبوټي ټیمونو شمېر او د روبوټونو شمېر به د تېرې لوبې په پرتله په جلا جلا توګه په سلو کې ۱۳۸ او دوه ځله برابره زيات وي.





























