په بهرنيو هېوادونو کې د چیني فلمونو د “ورېښمو لارې رڼا” د نندارې او ترويج فعالیت د اګست په ۱۲مې نېټې د قرغزستان په مرکز بیشکيک کې پيل شو.
د دې فعالیت په پرانیستونکو مراسمو کې په قرغزستان کې د چین لوی مستشار لي هوا، د قرغزستان د کلتور او مالوماتو وزارت د فلمي چارو ادارې مشر تولوبیکوف، د چین ميډیا ګروپ د فلمونو د ترجمې او جوړونې مرکز مشرې وانګ لو او په بشکیک کې د چیني کلتور مرکز مشر په شمول څه باندې ۳۰۰ کسانو ګډون کړی و.
ټاکل شوې، په دغه فعالیت کې به د فضايي اکتشاف، وو شو او ملکي وګړیو د ژوند په اړه ډول ډول چیني فلمونه قرغزستاني نندارچیانو ته وړاندې شي.





























