سپينې ماڼۍ د اګست په ۱۳مې نېټې په يوې اعلاميې کې د ملي امنيت د ګواښ په پلمه پر وارداتي بېپيلوټه الوتکو او اړوندو پرزو له ۱۰٪ څخه تر ۱۰۰٪ پورې د تعرفو د لګولو تدبير اعلان کړی دی.
دغه اعلاميه، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري هم تصویب شوې، ويل شوي، چې امريکا به پر هغو ډرونونو، ډوکينګ سټېشنونو (docking station) او ځينو مهمو پرزو ۱۰۰٪ تعرفې ولګوي، چې وزنونه يې له ۲۵ کيلوګرامو پورته وي او د حرارتي تصوير (thermal imagery) توان لري او يا یې له نورو شرايطو سره سمون لري.
په اعلاميه کې ويل شوي، امريکا به پر هغو ډرونونو او اړوندو پرزو ۲۵٪ تعرفې ولګوي، چې اندازې يې کوچنۍ او د دغه هېواد پر ملي امنيت یې اغېزې کمې دي.
په اعلاميې کې د ځينو هېوادونو او سيمو له صادراتي بې پيلوټه الوتکو او اړوندو پرزو څخه د تعرفو پوښښ ۱۵٪ يا ۱۰٪ ټاکل شوی دی.
امريکا به دغه تدبير د راتلونکي سپمبر په ۳مې نېټې نافذ کړي.





























