د ايران د بهرنيو چارو وزارت د ژنيو د څلورم پروتوکول د تصويبېدو د ۷۷ مې کاليزې په درشل کې په يوې اعلاميې کې امريکا او اسرائیل يو ځل بیا د بشردوستۍ له نړيوال قانون څخه په سرغړونو تورن کړي او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي، چې د ياد پروتوکول د مراعاتولو د تضمين لپاره ګامونه پورته کړي.
ايران يادې اعلاميې کې پر اسرائيل نيوکې کړي، چې په تېرو څو کلونو کې يې په فلسطين، لبنان او سوريې کې د بشردوستۍ له نړيوال قانون څخه سختې سرغړونې کړي.
په اعلاميې کې ویل شوي، چې له اسرائيل څخه د امريکا د ملاتړ له امله په يادو هېوادونو کې د بشردوستۍ حالات نور هم سخت شوي دي.
ايران په دغې اعلاميې کې پر دغه هېواد د امريکا او اسرائيل وروستي پوځي عمليات هم غندلي او ويلي يې دي، چې د دغو هېواونو د وروستيو پوځي بريدونو له امله د ماشومانو او زده کوونکو په شمول ډېرو خلکو ته مرګژوبله اوښتې او د روغتونونو او ښوونځيو په شمول ملکي زېربناوو ته يې سخت زيانونه اړولي دي.
په اعلاميه کې د ايران پر بنسټيزو تأسيساتو، پلونو او هوايي ډګرونو د امريکا بريدونه دواملرونکي او سيستماتيک بلل شوي دي.





























