د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې له مشرتابه سره د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د ګډو پانګونو، ګډ تولید او د افغانستان او ایران د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا بحث شوی دی. دواړو لورو د موجودو اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو پر اغېزمنې کارونې، د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر رامنځته کولو او د راکړو ورکړو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی. د ناستې په پای کې، دواړو خواوو د افغانستان او ایران د سوداګرۍ خونو ترمنځ د ګډې کاري ډلې د جوړولو هوکړه کړې ده.





























