افغانستان د سیمې په اقتصادي او سوداګریزو اړیکو کې د یوه مهم بازار په توګه د خپل ځای د پیاوړتیا په حال کې دی. د ۲۰۲۶ کال د لومړۍ نیمایي په تړاو د ازبکستان د صادراتو په اړه تازه خپاره شوي ارقام ښيي چې افغانستان د دغه هېواد د صادراتو په مهمو بازارونو کې د پام وړ پرمختګ کړی او د ازبکستان لپاره د توکو درېیم لوی صادراتي بازار ګرځېدلی دی. د موجودو شمېرو له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د ازبکستان د صادراتو ارزښت ۹۶۱.۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې روسیه د شاوخوا ۲.۴ میلیارد ډالرو او چین د نږدې ۱.۴ میلیارد ډالرو په صادراتو سره تر افغانستان مخکې دي.
دا بدلون یوازې د سوداګرۍ په جدول کې د یوه هېواد د مقام لوړوالی نه دی؛ بلکې د افغانستان د اقتصادي ظرفیت، د هېواد د بازار د اهمیت او له ګاونډیو او سیمې له هېوادونو سره د پراخو اقتصادي اړیکو د جوړولو لپاره یو مهم فرصت دی. په ځانګړي ډول له ازبکستان سره د سوداګرۍ د حجم زیاتېدل ښيي چې دواړه هېوادونه کولی شي د متقابلې اړتیا، جغرافیایي نږدېوالي او د ترانسپورټي لارو پر بنسټ خپلې اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي.
افغانستان د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ په داسې جغرافیایي موقعیت کې پروت دی چې د سیمې د سوداګرۍ لپاره ځانګړی اهمیت لري. له همدې امله، د ازبکستان لپاره افغانستان یوازې د توکو د خرڅلاو بازار نه، بلکې د سیمې نورو بازارونو ته د رسېدو یوه مهمه دروازه هم کېدای شي. له بلې خوا، افغان سوداګر هم کولای شي له ازبکستان څخه د اړتیا وړ برېښنا، خوراکي توکي، ودانیز مواد، صنعتي محصولات او نور توکي په منظم ډول وارد کړي او په بدل کې د افغانستان کورني تولیدات او صادرات د ازبکستان او له هغه وروسته د منځنۍ اسیا بازارونو ته ورسوي.
د افغان سوداګرو لپاره د دې خبر مثبت اړخ دا دی چې د ازبکستان د صادراتو په بازارونو کې د افغانستان د ونډې زیاتوالی د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره زمینه برابروي. که د سوداګرۍ بهیر منظم، چټک او له غیرضروري خنډونو څخه پاک شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه کولای شي تر اوسني حجم څو برابره لوړه شي.
افغان سوداګر امیر محمد وايي چې افغانستان ته د ازبکستان د صادراتو د ارزښت لوړوالی د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو لپاره یو مثبت پرمختګ دی. د نوموړي په باور، افغانستان د ازبکستان لپاره د یوه مهم مصرفي بازار ترڅنګ د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې هم پراخ ظرفیت لري. هغه زیاتوي چې د افغانستان خصوصي سکتور د دې غوښتونکی دی چې له ازبکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې موجود فرصتونه لا ښه وکارول شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرو د تګ راتګ، د توکو د لېږد او د سوداګریزو معاملاتو د اسانتیا لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.
امیر محمد ټینګار کوي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري باید یوازې د وارداتو تر کچې محدوده پاتې نه شي، بلکې د افغانستان کورني تولیدات هم باید د ازبکستان بازار ته د رسېدو لپاره لازم ملاتړ ترلاسه کړي. د هغه په وینا، که د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو توازن ته پام وشي، افغان تولیدوونکي او سوداګر به وکولای شي د منځنۍ اسیا په بازارونو کې خپل حضور پیاوړی کړي.
بل افغان سوداګر عبدالمجید هم د افغانستان لپاره د ازبکستان د صادراتو د بازار د اهمیت په اړه وايي چې د سوداګرۍ د حجم زیاتوالی د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا څرګنده نښه ده. نوموړی باور لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د لا پراختیا لپاره باید د خصوصي سکتور ستونزو ته جدي پاملرنه وشي او سوداګرو ته داسې زمینه برابره شي چې په لږ وخت او مناسب لګښت سره خپل مالونه انتقال کړي.
عبدالمجید وايي، افغانستان او ازبکستان د جغرافیایي نږدېوالي له امله د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ځانګړی فرصت لري. د هغه په باور، که د ترانسپورټ، ګمرکونو، بانکي خدمتونو، سوداګریزو ویزو او د توکو د انتقال په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم به لا زیات شي. نوموړی له حکومت څخه غواړي چې د ازبکستان له حکومت سره د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره لا ډېرې هوکړې وکړي او د افغان سوداګرو لپاره د بازارونو د موندلو او د صادراتو د زیاتولو په برخه کې عملي ملاتړ وکړي.
په ځانګړي ډول د برېښنا په برخه کې د افغانستان او ازبکستان اړیکې د پام وړ دي. افغانستان د انرژۍ په برخه کې اړتیاوې لري او ازبکستان د انرژۍ د تولید او صادراتو ظرفیت لري. له همدې امله، د برېښنا په برخه کې دوامدارې او باوري سوداګریزې اړیکې د دواړو هېوادونو لپاره اقتصادي ارزښت لري. که د برېښنا ترڅنګ د خوراکي توکو، درملو، ماشینونو، ودانیزو موادو او صنعتي تولیداتو په برخه کې هم سوداګریزې اړیکې پراخې شي، د افغانستان بازار کولای شي د ازبکستان د شرکتونو لپاره لا مهم شي.
له بلې خوا، افغانستان باید هڅه وکړي چې یوازې د وارداتو بازار پاتې نه شي. د هېواد د خصوصي سکتور، تولیدوونکو او بزګرانو د پیاوړتیا له لارې باید افغان محصولات هم د ازبکستان بازار ته لار ومومي. وچې مېوې، زعفران، قالینې، تازه او وچې کرنیزې محصوالت، د مرمرو او نورو طبیعي زیرمو محصولات او ځینې صنعتي تولیدات هغه برخې دي چې د صادراتو د پراختیا ظرفیت لري. که د کیفیت، بستهبندۍ، معیارونو او ترانسپورټ په برخو کې لازم کار وشي، افغان محصولات کولای شي د منځنۍ اسیا په بازارونو کې د پام وړ ځای ترلاسه کړي.
د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د بانکي او مالي اسانتیاوو موضوع هم مهمه ده. سوداګر هغه مهال کولی شي له یوه بهرني بازار سره دوامداره اړیکه ټینګه کړي چې د پیسو لېږد، د معاملاتو تصفیه، بیمه او نور مالي خدمات ورته د باور وړ او عملي وي. له همدې امله، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په راتلونکو بحثونو کې باید مالي او بانکي اسانتیاوې هم د لومړیتوبونو په توګه مطرح شي.
همدارنګه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرو د تګ راتګ اسانتیا د سوداګرۍ د ودې لپاره مهمه ده. سوداګري یوازې د توکو په انتقال نه کېږي؛ بلکې سوداګر، پانګهوال او د شرکتونو استازي باید وکولای شي په اسانه سره د بازارونو د پېژندنې، قراردادونو، نندارتونونو او سوداګریزو ناستو لپاره یو بل هېواد ته سفر وکړي. د سوداګرو لپاره د ویزو او نورو اداري چارو اسانتیا کولای شي د خصوصي سکتور ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي.
افغانستان باید له ازبکستان سره د سوداګرۍ د زیاتوالي له دې فرصت څخه د ترانزیټ د پراختیا لپاره هم استفاده وکړي. د افغانستان جغرافیایي موقعیت کولی شي د مرکزي اسیا هېوادونو لپاره د جنوبي اسیا د بازارونو پر لور د سوداګرۍ په برخه کې مهمه وسیله وي. که د رېل پټلۍ، سړکونو، ګمرکي تاسیساتو او لوژستیکي مرکزونو په برخه کې پانګونه او همغږي زیاته شي، افغانستان کولای شي د یوه مصرفي بازار ترڅنګ په یوه مهم سوداګریز دهلېز هم بدل شي.
په همدې دلیل، د ازبکستان د صادراتو په بازارونو کې د افغانستان درېیم مقام باید د حکومت، خصوصي سکتور او سوداګرو لپاره د یوه مثبت پیغام په توګه وکتل شي. دا شمېره څرګندوي چې د افغانستان بازار د سیمې د مهمو اقتصادي شریکانو لپاره ارزښت لري او که لازمې اسانتیاوې برابرې شي، د سوداګرۍ د لا پراختیا لپاره پراخ ظرفیت موجود دی.
اوس د حکومت مسئولیت دی چې د دې فرصت د دوام او پراختیا لپاره عملي ګامونه واخلي. له ازبکستان سره باید د سوداګرۍ د حجم د زیاتولو لپاره مشخصې موخې وټاکل شي، د سوداګرو ستونزې په منظم ډول وارزول شي، د ګمرکي او ترانسپورټي پروسو د ساده کولو لپاره ګډې کمېټې فعالې شي او د افغان صادراتو لپاره د ازبکستان په بازار کې د نوي فرصتونو د موندلو هڅې پراخې شي.
په پایله کې، افغانستان ته د ازبکستان د صادراتو نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېدل د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو لپاره یو مهم او مثبت تحول دی. دا پرمختګ باید د پای ټکی ونه ګڼل شي، بلکې د لا پراخو اقتصادي همکاریو د پیل په توګه ورته وکتل شي. افغانستان او ازبکستان د متقابلې اړتیا، جغرافیایي نږدېوالي او اقتصادي ظرفیتونو له مخې کولای شي د سوداګرۍ په برخه کې ډېر لوی ګامونه واخلي.
د افغانستان لپاره اوسنی فرصت دا دی چې له دې مثبت وضعیت څخه اعظمي استفاده وکړي؛ له ازبکستان سره د سوداګرۍ لارې لا اسانه کړي، افغان صادرات زیات کړي، د پانګونې زمینه پراخه کړي او د سیمې په اقتصادي اتصال کې خپل رول پیاوړی کړي. د حکومت له لوري د سوداګرو د غوښتنو عملي کول او د خصوصي سکتور د فعالیتونو ملاتړ کولای شي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ اوسنی حجم په راتلونکو کلونو کې لا لوړ کړي.





























