د لوګر د برکي برک ولسوالۍ اړوند د «قلعه جابر» منځني ښوونځي ۶۷ کلن ښوونکي عزتالله ملکزاده ټول قرآن کریم په څلورو میاشتو کې په خپل لاس لیکلي دي. ملکزاده وایي، قرآن کریم یې د خپل رنګه قلم او عادي رنګ په وسیله لیکلی دی. نوموړی زیاتوي، له ډېرې مودې راهیسې یې د قرآن کریم لیکل د ژوند له سترو هیلو څخه وو او خوښ دی چې په خپلو لاسونو یې دغه هیله پوره شوه. په همدې حال کې، د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس ثوابجان اسلامیار د نوموړي دا هڅه د ستاینې او درناوي وړ بولي او وایي، دغه ریاست چمتو دی چې د قرآن کریم د چاپ او خپرولو په برخه کې له هغه سره هر ډول همکاري وکړي.































