د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د افغانستان د بیارغونې او پراختیا بهیر باید د کورنیو امکاناتو، پانګونو او د افغان سوداګرو د پانګې له لارې پر مخ ولاړ شي او هېواد باید پر بهرنیو مرستو او پروژو متکي نه وي. نوموړي ویلي، په تېرو لسیزو کې یو شمېر هېوادونو د خپلو موخو لپاره په افغانستان کې بېلابېلې پراختیايي پروژې پلې کړې، خو د هېواد اړتیاوو ته په کتو کافي نه وې او افغانستان د بهرنیو ځواکونو د حضور پر مهال د پام وړ زیانونه هم لیدلي دي. مجاهد ټینګار کړی چې د ا.ا هڅه دا ده چې افغان سوداګر او پانګهوال په هېواد کې پانګونې ته وهڅوي، څو د اقتصادي پیاوړتیا او ځانبساینې لپاره زمینه برابره شي. د نوموړي په وینا، د افغانستان اوږدمهاله پرمختګ باید د افغانانو پر خپلو هڅو، پانګې او امکاناتو ولاړ وي.































