د پکتیکا ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په متاخان، یوسفخېلو، شخېلاباد او اومنې ولسوالیو کې د څلورو کوچنیو اوبو بندونو یا چکډیمونو د جوړولو چارې پیل شوې دي. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د دغو پروژو پر جوړولو څه باندې ۲۶۶ زره ډالر لګښت راځي. د وزارت په وینا، د پروژو له بشپړېدو سره به د باراني اوبو د مهار ترڅنګ، د ځمکې لاندې اوبو کچه هم لوړه او پیاوړې شي.































