ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن، چهارشنبه، د افغانستان د سیاسي، بشري، امنیتي او بشري حقونو د وضعیت په اړه غونډه وکړي. تمه ده چې د امنیت شورا غړي به په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو، د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار د محدودیتونو او د افغانستان د وضعیت اړوند پر یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وکړي. د افغانستان په اړه د امنیت شورا دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې د هېواد د سیاسي او امنیتي وضعیت ترڅنګ، د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار په اړه نړیوالې اندېښنې هم دوام لري.































