د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د نللیکې له ۱۵۳ کیلومتره مسیر څخه ۱۵۰.۳ کیلومتره نللیکې غځولو لپاره چمتو شوی او تر دې دمه ۱۲۲.۳ کیلومتره نللیکه ویلډېنګ او غځول شوې ده. د وزارت په وینا، ۷۱.۵ کیلومتره نللیکه هم تر ځمکې لاندې خښه شوې او د ۳۳ کیلومتره برخې هایدروټېسټ بشپړ شوی دی. د کانونو او پټرولیم وزارت زیاتوي چې په هرات کې د ګازو د وېش شبکې د ډیزاین چارې هم روانې دي او تمه ده عملي کارونه یې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.































