د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجراییوي رییس غلامالرحمن کظیم د فاضلابو د مدیریت او تصفیې د نوې ټکنالوژۍ د مطالعې او تجربو ترلاسه کولو په موخه هند ته ولاړ. د یاد شرکت په وینا، کظیم به د ۱۴ ورځني سفر پر مهال د فاضلابو د تصفیې له عملي پروژو او اړوندو دولتي او خصوصي ادارو لیدنه وکړي. د یاد شرکت ویاند وايي، دغه سفر د نوو تجربو د ترلاسه کولو او د افغانستان د اړتیاوو له مخې د مناسبو تخنیکي لارو چارو د موندلو لپاره ترسره کېږي.































