د پوهنې وزارت ویاند ذبیحالله همت وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دې وزارت د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د دیني مدرسو او ښوونځیو د جوړولو، بیارغونې او ترمیم په برخه کې پراخ فعالیتونه ترسره شوي دي. همت وايي، په دې موده کې د ۴۲ دیني مدرسو او ښوونځیو د بنسټ ډبرې اېښودل شوې او د دوو دیني مدرسو او ۱۶ ښوونځیو د جوړولو چارې، چې څه باندې ۱۳۳ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی، بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د پوهنې وزارت ویاند زیاتوي، چې دغه وزارت هڅه کوي، د ښوونیزو مرکزونو په جوړولو، بیارغونې او ترمیم سره زدهکوونکو ته معیاري ښوونیزې اسانتیاوې برابرې او په ټول هېواد کې د تعلیمي بنسټونو د پراختیا زمینه برابره کړي.































