د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي ویلي،چې ترکیه د افغانستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري. نوموړي ویلي، کابل او کندهار ته د ترکیې د استخباراتي ادارې د رییس ابراهیم کالین وروستی سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا ښکارندوی دی. جلالي زیاته کړې، له ا.ا سره د کالین لیدنې کولی شي په افغانستان او سیمه کې د ثبات په پیاوړتیا کې مهم رول ولري.































