د کاپیسا د کرنې ریاست وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلات ۴۰ سلنه زیات شوي دي. د یاد ریاست په وینا، په نجراب او الهسای ولسوالیو کې شاوخوا ۱۱ زره هکټاره ځمکه د جلغوزیو ځنګلونه لري او د حاصلاتو زیاتوالی د ځنګلونو د ښه مدیریت او وروستیو ورښتونو له امله دی. د کرنې ریاست جلغوزي د افغانستان له مهمو صادراتي محصولاتو څخه بولي. بلخوا، د کاپیسا یو شمېر بزګران د حاصلاتو له زیاتوالي خوښ دي، خو د جلغوزیو د بازارموندنې لپاره د اسانتیاوو غوښتنه کوي.































