د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان ارمرخېل وايي، دمګړۍ په کور دننه د سېروم تولید زیات شمېر کارخونې فعالیت کوي، چې د کورني بازار د اړتیا پوره کېدو ترڅنګ بهرنیو هېوادونو ته هم صادرات لري. تر دې مخکې په کور دننه د درملو د ټيټ کیفیت له امله هېوادوال اندېښمن وو، خو د څرخي پله په صنعتي ښارګوټي کې د سېروم تولیدي کارخونې مسوولین وايي، اوسمهال ټول تولیدوونکي سېروم د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره تولیدوي او د کیفیت له پلوه هېوادوالو ته ډاډ ورکوي.































