د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په سرباز ولسوالۍ کې د یوه تېل لېږدونکي ټانکر او مساپر وړونکي موټر د ټکر له امله اووه تنه افغانان مړه شوي دي. یاده ترافیکي پېښه د ایرانشهر او جکیګور ترمنځ لویه لار رامنځته شوې ده. د مړه شویو افغانانو د هویت په اړه څه نه دې ویل شوي.































