د پکتیا ولایت مرکز ګردیز اړوند د عبدالخیلو عالي لېسې سلګونو زدهکوونکو ته د «غوټۍ کوچنی ټولګی» تر سرلیک لاندې د ماشومانو لپاره د روغتیا لارښوونې په نوم کتاب په وړیا توګه ووېشل شو. دغه کتاب د ماشومانو د روغتیايي پوهاوي د لوړولو او هغوی ته د روغتیا او حفظالصحې په اړه د ګټورو معلوماتو د وړاندې کولو په موخه خپور شوی دی.
د عبدالخیلو عالي لېسې ښوونکي د دغه اقدام هرکلی کوي او وایي، چې ماشومانو ته د روغتیايي او علمي کتابونو رسول کولی شي د هغوی روغتیايي پوهاوی لوړ او د مطالعې له لارې د هغوی فکري وده پیاوړې کړي.
د عبدالخیلو عالي لېسې زدهکوونکي هم د دې کتابونو له ترلاسه کولو خوښ دي او وایي، د دغو کتابونو له لوستلو سره به د روغتیا، پاکوالي او د ځان ساتنې په اړه نوي او ګټور معلومات ترلاسه کړي.
دغه کتاب د «غوټۍ» له خوا لیکل شوی او د اکسوس کتاب پلورنځي له لوري چاپ شوی دی. د اکسوس کتاب پلورنځي مسوول صفيالله ناصري وایي، دوی تر دې وړاندې هم د «غوټۍ کوچنی ټولګی» تر سرلیک لاندې د ماشومانو د پوهاوي او زدهکړې لپاره په بېلابېلو موضوعاتو کتابونه چاپ او په وړیا توګه وېشلي دي.
د «غوټۍ کوچنی ټولګی» دغه لړۍ د افغان ماشومانو د علمي او روغتیايي پوهاوي د لوړولو په موخه رامنځته شوې، چې د دې لړۍ کتابونه تر دې وړاندې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې هم په وړیا توګه وېشل شوي دي. د اکسوس کتاب پلورنځي مسوولین وایي، چې د کتابونو د وېش دغه لړۍ به په راتلونکې کې هم دوام ولري.































