د روزګان د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس ملا عبدالغني بلال وايي، په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر په مالي ملاتړ د ۲۵۲ زره او ۴۰۷ امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو څلور کوچني بندونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. نوموړي ویلي، دغه چکډیمونه د ترینکوټ ښار په دهیک، د چنارتو ولسوالۍ په کوري، د چورې ولسوالۍ په کونج او د دهراود ولسوالۍ په دربند دښت سیمو کې جوړ شوي دي. د معلوماتو له مخې، د دهیک بند د ۵۰ زره، کوري د ۸ زره، کونج د ۱۵ زره او دربند دښت بند د ۱۸ زره متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.































