د کونړ ځايي چارواکي وايي، چې نن سهار شاوخوا درې بجې د پاکستان پوځي الوتکو د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په یوه سیمه هوايي برید کړی، چې له امله یې درې ملکي کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د سرچینو په وینا، په برید کې یو کور هم په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی. د برید د پېښې په اړه د نړیوالو رسنیو لومړني راپورونه هم خپاره شوي دي. بلخوا، ځايي سرچینو ویلي، چې نن سهار شاوخوا څلور بجې پاکستاني جېټ الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په رخه او تورکنډي سیمو کې دوه هوايي بریدونه کړي دي. د سرچینو په وینا، یو برید پر یوه خالي کور او بل پر یوه پخواني دوکان شوی، خو تر دې دمه په دغو بریدونو کې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.































