د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري په کابل کې د ایران له سفیر عليرضا بیکدلي سره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. د کرنې وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې ایران ته د افغان تخنیکي پلاوي پر سفر او دغه هېواد ته د افغانستان د غوښې او مالوچو پر صادراتو هم بحث شوی دی. د ایران سفیر ویلي، د دغه هېواد خصوصي سکتور چمتو دی چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخو کې همکاري وکړي او په افغانستان کې د نساجۍ فابریکې جوړې کړي.































