په تېرو پنځو کلونو په هېواد کې، د چین، ایران، ترکیې، قطر او ازبکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو پانګوالو له یو میلیارد ډالرو ډېره پانګونه کړې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، دغه پانګونې د تېلو او ګازو، برېښنا، کانونو، سمنټو او خوراکي توکو په برخو کې شوې او زرګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د بهرنۍ پانګونې د لا زیاتېدو لپاره د برېښنا، زیربناوو او نورو اسانتیاوو برابرول مهم بللي.































