د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) وايي، د ایټالیا په مالي ملاتړ په افغانستان کې له ۷ روغتیايي مرکزونو سره تخنیکي او عملیاتي مرستې کوي، څو اړمنو او راستنېدونکو کسانو ته اړین روغتیايي خدمات وړاندې کړي. دغه سازمان ویلي، له هغو روغتیايي مرکزونو ملاتړ کوي چې په داسې سیمو کې فعالیت کوي چې روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی له ننګونو سره مخ دی. په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ادوین سینیزا سلوادور ویلي، له لویو ښارونو لرې سیمو کې روغتیايي خدماتو ته پر وخت لاسرسی، خلکو ته د استوګنې ځای ته نږدې د اړینو روغتیايي خدمتونو له شتون سره تړاو لري. نوموړي د ایټالیا له دوامدار ملاتړ مننه کړې او ویلي یې دي چې د دې مرستو له لارې به د راستنېدونکو په ګډون اړمنو کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شي.































