د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په تېرو نهو میاشتو کې په افغانستان کې له نیم میلیون ډېر ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له امله په روغتیايي مرکزونو کې بستر شوي دي. یونیسف خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ روان بحران تر ټولو ډېر پر کوچنیانو او زیانمنو ماشومانو اغېز کړی او پر روغتیايي مرکزونو یې هم دروند فشار راوستی دی. د دغه بنسټ د شمېرو له مخې، په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي، چې نږدې یو میلیون یې په شدیده او د مړینې له ګواښ سره مخ خوارځواکۍ اخته دي.































