د مهارتونو ۴۸مه نړیواله سیالۍ د سپتمبر په ۲۷مه نېټه په شانګهای کې پای ته ورسېده. د چین پلاوي د ۴۱ طلايي، ۱۱ نقره يي او ۴ برونزي مډالونو په ګټلو سره لومړی مقام ګټلی، دغه پایله یې تر ټولو ښه نتیجه ده.
په دغه نړیواله سیالۍ کې د منسوجاتو، اینجرۍ، مالوماتي او مخابراتي مهارتونو او د مالونو حمل و نقل په شمول د شپږو برخو ۶۴ ډولونه شامل دي، د چین ۷۱ تنو لوبغاړو په ټولو سیالیو کې برخه اخیستې ده.
یاده نړیواله سیالي د روانې میاشتې له ۲۲مې نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې د چین په شانګهای ښار کې ترسره شوه، د ۶۸ هېوادونو او سیمو څخه راغلي ۱۳۸۵ لوبغاړي پکې برخمن شوي دي.































