د چین او امریکا سوداګریزو پلاویو د سپتمبر له ۲۰مې نېټې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې د امریکا په نیویارک او واشنګټن کې سوداګریزې مشورې ترسره کړې، مثبتې موافقې ته ورسېدې او د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د کتنې لپاره د اقتصادي او سوداګریزې لاسته راوړنې برابرې کړې. د چین د سوداګرۍ وزارت اړوند چارواکي د دې سوداګریزو مشورو پایلو تفسیر وړاندې کړ.
نوموړي ویلي، دواړو خواوو تر مشورو وروسته موافقه وکړه چې د چین او امریکا د سوداګرۍ د مشورې تر میکانیزم لاندې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ شورا جوړه کړي چې اصلي دنده به یې د دوه اړخیزې سوداګرۍ ښه کول وي. د دواړو خواوو سوداګریز ټیمونه د دې شورا د دندو، جوړښت، مسؤلیتونو او د مشورې ترتیباتو په اړه موافقې ته رسېدلي دي چې وروسته به اعلان شي.
د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې موافقې د پلي کولو لپاره، چین او امریکا د متقابل درناوي او مساوي مشورې پر بنسټ، د سوداګرۍ شورا په چوکاټ کې د ۳۰ ملیارډو ډالرو په ارزښت توکو لپاره د بالمثله تعرفو د کمولو په اړه د مشورو څو پړاوونه ترسره کړل او اوس موافقې ته رسېدلي دي.
سربیره پردې، دواړو خواوو له مشورو وروسته موافقه وکړه چې د چین او امریکا د سوداګرۍ مشورې تر میکانیزم لاندې د دواړو خواوو د پانګونې شورا به هم جوړه کړي.































