د سربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ د سپتمبر په ۲۷مه نېټه له خپلې دندې څخه د استعفا لیک وړاندې کړی. هغه مخکې اعلان کړی و چې د لومړي وزیر لپاره به ځان کاندید کړي.
د سربیا د اساسي قانون او د ولسمشرۍ د قانون له مخې، د ولسمشر د ماموریت موده په هماغه ورځ پای ته رسېږي چې لیکلي استعفا د ملي پارلمان رئیس ته وسپارل شي، پرته له دې چې د ملي پارلمان یا د هغې د رئیس لخوا تائید شي. د ولسمشر له استعفا وروسته، د ملي پارلمان رئیس به د ولسمشر دنده پرغاړه واخلي او وخت به يې له ۳ میاشتو څخه زیاته نه وي او باید په دې ۳ میاشتو کې د ولسمشرۍ ټاکنې اعلان کړي.
د سربیا له اساسي قانون سره سم، له پارلماني ټاکنې وروسته به نوی ملي پارلمان وټاکل شي او ورپسې به د کابینې د جوړولو پروسه پيل شي. سرپرست ولسمشر به د بېلا بېلو خواوو د استازو د نظرونو له اوریدو وروسته، ملي پارلمان ته د لومړي وزیر نوماند وړاندې کړي.































