د چين د شمېرنې ملي ادارې خبر ورکړ، چې چين د روان کال له پيل راهيسې د نوي کيفيت د توليدي قوتونو په برخه کې د پانګونې زياتوالی ساتلی، د ټکنالوژيک پرمختګ او صنعتي لوړوالي په اړوندو چارو کې يې د پانګونې د زياتوالي سرعت چټک کړی، په مهمو برخو کې يې پانګونې زياتې کړې او د پانګونو بڼه يې ښه کړې ده.
ارقام ښيي، له جنورۍ څخه تر اګست پورې په چين کې د لوړې ټکنالوژۍ په صنايعو کې د پانګونو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ اعشاريه ۲ سلنه زياته شوې، چې د زياتوالي اندازه يې د روان کال د لومړيو ۷ مياشتو د ورته شمېر په پرتله صفر اعشاريه ۲ سلنه لوړوالی ښيي.































