د روان کال له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې، د چين بېلا بېلو سیمو د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې او دولتي شورا اړوندې اقتصادي پرېکړې په جدي توګه پلې کړې، د عمومي پالیسیو تنظيمات یې ګړندي کړي او له سیمه يیزو شرایطو سره سم یې د نوي ډول تولیدي ځواکونه پياوړي کړي دي.
په دې موده کې د هېواد صنعتي تولید د ثابت پرمختګ په حال کې و، د لویو صنعتي تصدیو ګټې چټکې ودې ته رسېدلې، د صنعتي اقتصاد لوړ کیفیت پرمختګ هم په سالم ډول روان و.
له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې، د هېواد په کچه د لویو صنعتي تصدیو ګټې ۱۵.۵ سلنه زياتوالی موندلی دی. له دې جملې څخه د کانونو په صنعت کې ګټه ۳۸.۲ سلنه زیاته شوې، د تولید صنعت کې ګټه ۱۷ سلنه زیاته شوې، په داسې حال کې، چې د برېښنا، تودوخې، ګاز او اوبو په تولید او برابرونه کې ګټه ۱۴.۳ سلنه کمه شوې ده.
په تېر سپتمبر کې، په ټول هېواد کې د لویو صنعتي تصدیو ګټې ۱۴.۴ سلنه زیاتې شوې وې.































