په ملګرو ملتونو کې د چین دايمي استازي فو څونګ د اکتوبر په ۲۶مې نېټې د ماشومانو او وسله والو شخړو په اړه د امنيت شورا په علنۍ غونډې کې وينا کړې او د شخړو له ښکېلو لوريو يې د اوربند له لارې د ماشومانو د خونديتوب غږ کړی دی.
نوموړي د ماشومانو د خونديتوب تر ټولو ښه او موثره طريقه دا ښودلې، چې په نړۍ کې شخړې او زورزیاتی پای ته ورسېږي او د شخړو له ښکېلو خواوو څخه یې غوښتي، چې د ملګرو ملتونو منشور مراعات او دوښمنۍ پای ته ورسوي او د نړيوال قانون له مخې د ماشومانو او ښوونځيو په شمول پر عامه ځايونو او ملکي تأسيساتو بريدونه ونه کړي.
فوڅونګ د شخړو پر ښکېلو خواوو غږ کړی، چې د ډيالوګ او مشورو له لارې توپيرونه حل کړي او د تودو مسئلو د سياسي حل لپاره دې هڅې وکړي.































