د چین د حکومتولۍ او نړیوال پرمختګ ډیالوګونه د نومبر له ۳مې نېټې راهيسې د یوروګوای، کمبوډیا، کوېټ، فرانسې او یو شمېر نورو هېوادونو کې ترسره شوې دي.
دغه ډيالوګونه د چین ميډیا ګروپ او په بهرنيو هېوادونو کې د چیني سفارتونو په ګډ کوربتوب ترسره شوي، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو د سیاسي ګوندونو مشرانو او لوړپوړو چارواکو، د چیني سفارتونو مسؤلینو او د بېلابېلو هېوادونو د سیاسي، علمي او رسنیزو برخو استازو ګډون کړی و.
د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د د اطلاعاتو او نشراتو څانګې مرستیال او د چین ميډیا ګروپ مشر شن های شیونګ دغو ډیالوګونو ته وېډیويي ویناوې کړې دي.































