نړیوال بانک د نومبر په ۵مه نېټه د نړیوالو پورونو په راپور کې ویلي، چې لږ پرمختللي هېوادونه له ۱۹۸۹م کال راهیسې د بهرنیو پورونو له تر ټولو لوړو لګښتونو سره مخ دي او په پرمختيايي هیوادونو کې د بهرنيو پورونو د زياتوالي کچه ډېره لوړه شوې ده.
راپور وايي، هغه هېوادونه چې د نړیوالې پراختیا ټولنې د امتيازي پورونو د شرایطو وړ دي، په ۲۰۲۵م کال کې له خصوصي سکټور څخه د نویو پورونو منځنۍ سودي کچه ۸.۲ سلنې ته لوړه شوې، چې د ۲۰۲۴م کال په پرتله ۰.۶ سلنه زیاتوالی ښيي او له ۱۹۸۹م کال راهیسې تر ټولو لوړه کچه ده.
د دغو هېوادونو له خوا په ۲۰۲۵م کال کې د نویو صادر شویو پورونو منځنۍ سودي کچه ۹.۴ سلنې ته رسېدلې، چې د ۲۰۲۴م کال په پرتله یو سلنه زیاتوالی ښيي. لوړ سودي نرخونه د دغو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې ننګونې رامنځته کوي.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۵م کال کې د مخ پر ودې هېوادونو د بهرنیو پورونو اندازه د لومړي ځل لپاره ۹.۴ ټریلیون امریکایي ډالرو ته رسېدلې، چې نوی ریکارډ بلل کېږي.































