د ایران اسلامي جمهوریت خبري اژانس د نومبر په پنځمې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ملي امنیت عالي شورا سکرتر محسن رضايي، چې اوسمهال له روسیې څخه په ليدنې بوخت دی، ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د ایران د ستر مذهبي مشر مجتبی خامنه يي شفاهي پیغام سپارلی دی.
محسن رضايي په مسکو کې له پوتین سره لیدلي او د مجتبی خامنه يي شفاهي پیغام یې ورکړی دی.
محسن رضايي او ولادیمير پوتين د ايران او روسیې پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه يیز وضعیت خبرې کړې دي.
په راپور کې د دغې ليدنې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.































