یکشنبه, مارچ 8, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي څېره

بروس لي

شفیق امیرزی

مې 21, 2019
in څېره
0 0

د سپورټ او سينما په نړۍ كې بروس لي پېژندل شوی نوم دی. بروس لي د سپورټ په نړۍ كې نوي تکنیکونه وکارول او وروسته یې دغو تکنیکونو ته د جيټ کاندو نوم ورکړ. دغه تکنیکونه او د دغه سبک سپورټ تمرینونه اوس هم په نړۍ کې مینه وال لري او مخ ته وړل کېږي. د دغه سپورټ ډېری مینه وال ځوانان دي. بروس لي نه یوازې په سپورټي نړۍ، بلکې په سینما او فلمي برخه کې هم پوره شهرت لري.

لي جن فان پر بروس لي مشهور دی. هغه د رزمي سپورټ استاد، د اکشن فلم لوبغاړی، د فلسفي نظریاتو استاد، شاعر او د جت کان دو رزمي سپورټ بنسټګر دی.

بروس لي د کالیفرنیا په سانفرانسیسکو کې د چینایانو په یوه محله کې زیږېدلی دی، خو په هانګ کانګ کې لوی شوی دی. اتلس کلن و چې بېرته امریکا ته لاړ او په سانفرانسیسکو کې یې زده کړې پیل کړې. وروسته د هالیووډ او هانګ کانګ په فلمونو کې د نوموړي رول، د هغه د شهرت لامل شو.

بروس لي له دیارلس کلنۍ له ييپ من د کونګ فو تمرین پیل کړ. وروسته چې کله امریکا ته لاړ، هلته یې د جان فن کونګ فو په نوم سپورټ پیل کړ. هغه سره له دې چې په وینګ چینګ کې یې تمرین کړی و، خو په سپورټ کې یې د یوه سبک کارول مناسب کار نه باله. هغه د دې پلوی و، چې په یوه سپورټ کې باید د بېلو سپورټونو ټول اغېزناک تکتیکونه او تخنیکونه وکارول شي.

هغه د سپورټ او بېلو سپورټي لوبو په اړه معلومات لرل، له همدې امله یې کوښښ کاوه چې بېل سپورټونه سره ترکیب کړي. هغه د ډېری شرقي او غربي سپورټونو په اړه کافي مطالعه او مشاهده کړې وه. هغه به ویل، انسان باید له ټولو رزمي تکنیکونو د خپلې دفاع او مبارزې لپاره کار واخلي. د سپورټ شاګرد ته باید دا نه وي مطرح چې دا د کوم سپورټ تکنیک دی او په بل کې باید ونه کارول شي.

د بروسلي فلمونه په لوېدیځ کې تر دویمې نړیوالې جګړې ۲۵ کاله وروسته راڅرګند شول. دا هغه مهال و، چې د دغه ډول فلمونو لپاره فضا کاملاً مناسبه وه. ډېری خلکو له سپورټ، رزمي لوبو او ورته هنرونو سره مینه لرله. بل په دې وخت کې د بروسلي د فلمونو راوتلو سینما ته په نړۍ کې ځانګړی ځای او برم ورکړ. هغه وخت ټولنیزې رسنۍ او انټرنېټي شبکې نه وې چې فلمونه نندارې ته وړاندې شوي وای، نو ځکه خلک د سینما تالارونو ته تلل. سینما بروسلي او بروسلي سینما ته ځانګړی شهرت بښلی و. له همدې امله بروسلي نن هم د سینما او سپورټ په نړۍ کې پر اسطوروي شخصیت مشهور دی. ډېر خلک یې انځورونه ورسره ګرځوي او د هغه د تکتیکونو او څېرې تقلید کوي.

بروس لي د ۱۹۴۰ ز کال په نومبر کې، د چینايي دود له مخې د ښامار په کال کې زیږېدلی دی. پلار یې لي هو چین نومېده او د چین و، خو مور یې کاتولیکه وه او د المان له چینایانو وه. بروسلي چې د دریو میاشتو شو، نو کورنۍ یې له امریکا هانګ کانګ ته کډه شوه.

د بروس لي کوچنی کورنی نوم، جان فان و. بروس لي چې په روغتون کې وزیږېد، نو د هغه روغتون ډاکټر بروس انګلیسي نوم ورباندې کېښود. د بروس لي مور په لومړي سر کې له انګلیسي نامه سره مخالفه وه، خو وروسته یې موافقه ورسره وکړه او دغه انګلیسي نوم یې ورته خوښ کړ. خو له دې سره د هغه انګلیسي نوم ډېر وخت د هغه له کورني نوم سره یاد نه شو. بروس لي بیا زده کړې پیل کړې او له خپل ښوونځي وروسته، د پوهنتون د رزمي سپورټونو د ټيمونو غړی و او په همدې نامه یعنې بروس لي مشهور شو.

بروس لي په ۱۹۳۵ ز کال کې له خپل ښوونکي او روزونکي سیفو ییپ من د وینګ چون کانګفو زده کړه پيل کړه. ویل کېږي چې په ځوانۍ کې به یې ډېرې شخړې کولې، خو هغه دغه خبرې رد کړې دي. ده به ویل چې هېڅ وخت یې زور زیاتی او تشدد نه خوښېده، خو پر خپل سپورټ مین و.

وروسته په هانګ کانګ کې وضعیت خرابېږي او شخړې رامنځ ته کېږي. نو ځکه د بروس لي پلار په ۱۹۵۹ ز کال کې پرېکړه کوي، چې بېرته امریکا ته ستون شي. له ده سره یې کورنۍ هم ځي او بروس لي اړ کېږي چې خپلې زده کړې په هانګ کانګ کې نیمګړې پرېږدي او په امریکا کې یې له سره پيل کړي. په امریکا کې له مېشتېدو سره سم، بروس لي د خپل پلار له یوه ملګري سره مېشت شو. دی دومره شتمن نه و، نو دا چې په پردي کور کې اوسېدو، اړ و چې ځان ته پیسې او ډوډۍ وګټي. وروسته یې د خوږو او شیرینیو په دوکان کې کار وموند. څه موده یې همدلته کار وکړ، بیا د دوکان خاوند اجازه ورکړه چې په دویم پوړ کې مېشت شي او شپه هلته تېروي. همدلته یې له کار سره هممهاله په ایدیسون تکنیکل ښوونځي کې زده کړې هم کولې، تر دې چې له همدې ښوونځي فارغ شو. له ښوونځي او کار سره یې جوخت هڅه کوله چې کونګفو یې هم پیاوړې شي، نو د خپل سپورټ تمرین یې نه پرېښود. بیا یې په دې برخه کې استادي پيل کړه چې هم یې ترې ډوډۍ پیدا کوله او هم یې خپل تمرینات مخ ته وړل.

بروس لي چې کله په لومړي سر کې امریکا ته دننه شو، نو د خپل ژوند د مخ ته بېولو لپاره یې په رسټورانټ کې کار کاوه، خو یو اشپز سخت ورسره مخالف و. وروسته یې دېته اړ ايست چې خپل کار پرېږدي. بیا یې په ښار کې د ورځپاڼو وېشل پيل کړل. همدا یې کار شو، د ورځې به یې ورځپاڼې په کوڅو او سړکونو کې وېشلې او د شپې به یې خپل درسونه تکرارول. وروسته پر دې بریالی شو، چې واشنګټن پوهنتون ته ومنل شي.

تر یو څه مودې وروسته، بروس لي په امریکا کې د چینایي وګړو له سخت مخالفت سره مخ شو. دوی به نوموړي ته ویل چې  امریکایانو او نورو بهرنیانو ته دې روزنه نه ورکوي. خو بروس لي پر خپله پرېکړه ټینګ ولاړ و. دوی د سپورټځای د بندولو غوښتنه کوله، خو یو مهال دې پرېکړې ته ورسېدل چې د وانګ جک مان په نامه یو کس د بروس لي جګړې او مقابلې ته ولېږي. دوی دواړو مبارزه وکړه چې په همدې مبارزه کې وانګ سخته ماتې وخوړه.

بروسلي د وانګ تر ماتولو وروسته نور هم مشهور شو. ځکه وانګ په هغه وخت کې یو پیاوړی رزمي سپورټي کس و. هغه ډېرې سیالۍ ګټلې وې. وروسته بروس لي پرېکړه وکړه چې د کراتې په سیالیو کې به برخه اخلي. په ۱۹۶۴ ز کال کې په لانګ بیچ سالون کې نوموړی د نندارچیانو په مخ کې راڅرګند شو. هغه څو پر له پسې نمایشي حرکتونه ترسره کړل او ټول یې ځان ته حیران کړل. له دې وروسته د بروس لي نوم د هر چا په ژبه و او هغه ته یې د یوه اتل په سترګه کتل.

په لانګ پيچ کې د نندارې پر مهال تصادفاً د فلمونو یو ډایرکټر هم په سالون کې و. هغه له بروس لي سره د لیدنې په موخه نږدې ورغی. له ده یې وغوښتل چې د شنې مچۍ په نامه سریال کې ولوبېږي. بروس لي هم دا خبره ومنله. دا نو سینما ته د نوموړي د ننوتلو پیل او لومړنی ګام و. دا باید هېره نه کړو، چې بروس لي په ماشومتوب کې هم په ځينو فلمونو کې رول ادا کړی و، ځکه پلار یې په سینما کې کار کاوه.

بروس لي په امریکا کې د شنې مچۍ، مارلو سینمايي فلم، لانګ سټرېټ سریال او دېته ورته فلمونو او سریالونونو تر جوړولو وروسته، هانګ کانګ ته د تګ پرېکړه وکړه. هغه په هانګ کانګ کې په فلمونو کې لوبېدل پیل کړل او د خپلو خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شو. د چین مشهور فلم جوړوونکي لو وي هغه ته د رول لوبولو فرصت برابر کړ او هغه وو چې څه موده وروسته د نوموړي فلمونه د هانګ کانګ تر ټولو ډېر پلورل شوي فلمونه شول.

د دغو فلمونو تر جوړولو وروسته، ټوله نړۍ پر دې قانع وه چې بروس لي د نړۍ تر ټولو پیاوړی رزمي لوبغاړی دی. همدا راز په سینمايي نړۍ کې هم مشهور شوی و، نو ځکه یې پرېکړه وکړه، چې پخپله د فلم خپرولو یوه کمپنۍ جوړه کړي. په ۱۹۷۲ ز کال کې یې د کنکورد په نامه د فلم جوړونې یو شرکت جوړ کړ. هغه پخپله د (ښامار لار) او (د ښامار راګرځېدل) فلمونه ډایرکټ او جوړ کړل. دغو فلمونو د پلور له اړخه د بروس لي د ټولو فلمونو د پلور رېکارډ مات کړ.

بروس لي نه یوازې دا چې د سپورټ او سینما وتلی لوبغاړی و، هغه په فلسفه او شعر کې هم لاس درلود. هغه فلسفه لوستې وه، خو شعر یې پخپله خوښه او ذوق لیکه. مطالعه یې د سپورټ تر څنګ  د خوښې کار و. تل به یې د سپورټ او فلسفې په اړه کتابونه مطالعه کول.

بالاخره د سپورټ او سینما دغه مشهور ستوری په مرموزه توګه وژل کېږي. تر نن پورې د هغه د وژل کېدو لامل نه دی روښانه شوی. ځينې کسان وایي چې هغه د کورنیو ستونزو له امله ووژل شو. ځینې بیا وایي چې هغه د هالیووډ د لوبغاړو د حسادت له امله په مرموزه توګه وژل شوی، خو ځینې بیا وايي چې هغه د ملا په مهرو کې ستونزه درلوده. ډاکټرانو هغه له سپورټه راګرځولی و، خو ده به د درد ضد ډېرې دواګانې کارولې او د همدې له امله مغزي تورم یا پړسوب ورته پیدا شو. هغه تر مرګ مخکې د یوې ټالینډي الاصله هنرمندې بتي تینګچې په کور کې و. ناڅاپه سخته سردردي ورباندې راځي. بتي د درد قوي ګولۍ ورکوي، خو وروسته هغه په ژور خوب ویده کېږي. له دې سره جوخت روغتونه ته وړل کېږي. څو ساعته وروسته ثابتېږي چې مغزي پړسوب ورته پیدا دی او د مغز په سلولونو کې یې اوبه ټولې شوې دي. نوموړی د ۱۹۷۳ ز کال د جولای په شلمه د ۳۳ کلونو په عمر مړ کېږي. د نوموړي په اړه څېړنې ښيي چې په معده کې یې څو شاهدانې او د درد قوي ګولۍ پیدا شوې دي. له همدې امله مړ شوی دی او مغزي تورم ورته بيدا شوی دی.

د بروس لي د مرګ پر مهال یې زوی اته کلن و. خو د ده تر مرګ شل کاله وروسته یې زوی هم په مرموزه توګه وژل کېږي. د بروس لي مېرمن وايي، هغه نه غوښتل چې د خپل قدرت او فزیکي پیاوړتیا زوال وویني. نو ځکه به یې تل ویل چې په ځوانۍ کې مرګ غواړي. نوموړي به ویل، که همدا اوس هم مړ شي، نور ارمان نه لري، ځکه خپلو هيلو ته رسېدلی دی.

Share45Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
یکشنبه, مارچ 8, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In