د رسول الله ص بهرنی سیاست کتاب چې د قرآني لارښوونو، نبوي سیرت او حکومت په رڼا کې د هغه زمانې بهرني سیاست، تګلارو او تعامل ته کتنه کوي، تازه چاپ او د کتاب بازار ته وړاندې شو.
دغه کتاب دوې سریزې او څلور څپرکي لري. په سریزو کې د لیکوال او ژباړن لخوا د دې کتاب په اهمیت، فلسفه او لار نقشه بحث شوی دی. همدارنګه د کتاب په لومړي څپرکي کې د رسول الله ص په زمانه کې د نړۍ په سیاسي جغرافیه بحث شوی، ستر دولتونه، سیمه ییز قدرتونه، د عرب شبه جزیرې او د پیغمبر ص پر دولت یې بشپړ بحثونه کړي دي. د کتاب په دویم څپرکي کې د رسول الله ص د بهرني سیاست پر اهدافو او بنسټونو بحث شوی، چې په دې څپرکي کې یې د بهرني سیاست موخې او اصول څرګند کړي دي.
د کتاب په درېیم څپرکي کې د نبي کریم ص د تصمیم او فیصلې څرنګوالی ښيي، چې فکري باورونو، وحی او ولسي مشورو په کې ځانګړی ځای درلود.
د کتاب په څلورم څپرکي کې د رسول الله ص ستراتېژۍ بیانوي چې په هغې کې تر هرڅه «بلنه» ورته لومړیتوب وه، او د دې تګلارې په کارېدنې یې د اسلامي جغرافیې او جمعیت په وده کې رغنده رول لوباوه. سربېره پر دې د مبارزو تګلارې وې چې په هغې د راسخ عقیدې او سپېڅلې موخې په رڼا کې د لارویانو روزنه او بسیج ځانګړی اهمیت درلود. او د دې څپرکي په درېیمه برخه کې له مبارزو وروسته د سولې او روغې جوړې په اړه د تګلارو لارې چارې بیان شوې دي چې د ډيپلوماسۍ پر مټ دغه تګلارې بریالۍ شوې دي او بشري ټولنو ته یې په سوله او ټیکاو کې د هوساینې موقع په لاس ورکړې ده.
د یادونې وړ ده چې دا کتاب ۱۲۰ مخونه لري، اکسوس چاپ کړی او د کابل سربېره کندهار او ننګرهار کتابپلورځیو کې د لاسرسي وړ دی.